نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
کیم جونګ اون د هیواد د سویلي پولې د لا مضبوطولو او په یوې مستحکمې کلا د بدلولو امر وکړ .
د شمالي کوریا د مرکزي خبري اژانس (KCNA) د راپور له مخې، کیم جونګ اون د یکشنبې په ورځ د پوځ د بېلابېلو غونډونو له قوماندانانو سره یوه غونډه وکړه ترڅو پر مهمو نظامي او سیاسي دندو خبرې وکړي.
کیم جونګ اون د هیواد د سویلي پولې د لا مضبوطولو او په یوې مستحکمې کلا د بدلولو امر وکړ .
کیم جونګ اون د هیواد د سویلي پولې د لا مضبوطولو او په یوې مستحکمې کلا د بدلولو امر وکړ . / Reuters

د شمالي کوریا مشر د خپل پوځ له جګپوړو قوماندانانو سره په کتنه کې د هېواد د سویلي پولې په اوږدو کې د دفاعي ځواکونو د ستر پیاوړي کولو امر کړی دی.

د شمالي کوریا د مرکزي خبري اژانس (KCNA) د راپور له مخې، کیم جونګ اون د یکشنبې په ورځ د پوځ د بېلابېلو غونډونو له قوماندانانو سره یوه غونډه وکړه ترڅو پر مهمو نظامي او سیاسي دندو خبرې وکړي.

هغه د سویلي پولې ساتونکو د لومړۍ کرښې د قطعاتو پر پیاوړتیا او د دې سیمې پر یوې مستحکمې کلا د بدلولو پر اهمیت ټینګار وکړ. کیم همداراز د جګړې د مخنیوي  د کچې لوړولو په موخه د نظامي جوړښتونو پر عصري کولو او په «نظامي او تخنیکي» توګه د قطعاتو پر پیاوړي کولو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه چې د پوځ «ستراتېژیک اقدام» به «نوی» شي او په دې هڅو کې به «یو لوی بدلون» رامنځته شي. کیم د پوځ د روزنیز سیسټم د بیا تنظیمولو او له عصري ټکنالوژۍ سره سم د عملي جنګي تمریناتو د پراخولو غوښتنه وکړه.

هغه له قوماندانانو وغوښتل چې د شمالي کوریا د «اصلي او ستر دښمن» په اړه خپله هوښیاري او بیداري زیاته کړي، چې اشاره یې په ښکاره ډول سویلي کوریا ته وه. په دې غونډه کې د لوی درستیز «ري یونګ ګیل» او د ملي دفاع وزارت سلاکار «پاک جونګ چون» هم ګډون درلود.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د شمالي کوریا د ښځو د فوټبال ملي لوبډله د یکشنبې په ورځ سویلي کوریا ته ورسېده. دا په تېرو نږدې اتو کلونو کې د اسیا د اتلانو لیګ د نیمه پایلوبې لپاره د دغه هېواد د یوې ورزشي ډلې لومړی سفر دی.

سره له دې، د دواړو کوریاګانو ترمنځ اړیکې په خورا ټیټه کچه کې پاتې دي او پیونګ یانګ د خبرو اترو لپاره د سېول پرله پسې وړاندیزونو ته تر اوسه ځواب نه دی ویلی.

وپلټۍ
د ایر انډیا الوتکې د غورځېدو د قربانیانو کورنۍ لا هم له یو کال وروسته د ځوابونو په تمه دي
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي