ټرمپ ژمنه کوي افغان کډوال چې د متحده عربي امارات له خوا د بېرته استولو له ګواس سره مخ دي، "وژغوري"

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپل ټولنیز پلیټفارم "ټروت سوشیل" کې ولیکل: "زه به د دوی د ژغورلو هڅه وکړم، له همدا اوس څخه." هغه د دې وضعیت په اړه یو راپور شریک کړ.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ / AA

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې د هغو افغان کډوالو د مرستې لپاره به اقدام وکړي چې ویل کېږي د متحده عربي اماراتو له خوا د شړلو له ګواښ سره مخ دي. راپورونه وايي چې د اماراتو چارواکي پلان لري دغه کډوال د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته وسپاري.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپل ټولنیز پلیټفارم "ټروت سوشیل" کې ولیکل: "زه به د دوی د ژغورلو هڅه وکړم، له همدا اوس څخه." هغه د دې وضعیت په اړه یو راپور شریک کړ.

د "جسټ د نیوز" په راپور کې راغلي چې د متحده عربي اماراتو چارواکي په ناڅاپي ډول د ابو ظبۍ په یوه کډوال کمپ کې ۳۲ افغان نارینه، ښځو او ماشومانو ته يي خبر ورکړ چې دوی به ژر تر ژره له هېواده وایستل شي. ویل کېږي د دې ډلې پاسپورټونه اخیستل شوي او دوی په دې کمپ کې څلور کاله ژوند کړی دی.

طالبانو ۲۰۲۱ په اګست  کې  په  افغانستان کې واک ته ورسیدل، وروسته له هغې چې د افغان حکومت سقوط وکړ او امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ، چې د افغانستان د بشري حقونو په اړه کار کوي، د اماراتو ددې پریکړې په اړه  ژوره اندېښنه څرګنده کړه او د اماراتو له حکومته یې وغوښتل چې د شړلو پلانونه سمدستي ودروي.

بینټ خبرداری ورکړ: "هغه کسان چې بېرته استول کېږي، د ځورونې او تاوتریخوالي د جدي خطر سره مخ دي."