نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا ایران وګواښه.
ټرمپ تهران ته خبرداری ورکړ چې «غوره ده ژر هوښیار شي»؛ دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د دښمنۍ د پای ته رسولو هڅې په ټپه ولاړې ښکاري.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا ایران وګواښه.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا ایران وګواښه. / Reuters

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي دي: «ایران نشي کولای خپل کارونه سم کړي. دوی نه پوهېږي چې څرنګه د غیر اټومي وسلو تړون لاسلیک کړي؛ نو غوره ده چې ژر هوښیار شي.»

ټرمپ د خپل ځان یو انځوریز رسم  خپور کړی چې توره دریشي یې اغوستی، تورې عینکې یې په سترګو دي او وسله یې په لاس کې ده؛ په داسې حال کې چې تر شا یې د ایران په خاوره کې چاودنې ښکاري او پر انځور لیکل شوي: «نور ښه سړی نشته».

دا پیغام کټ مټ د ایران د جګړې په اړه د پنټاګون د مشر، پیټ هیګست، له لومړنۍ پلان شوې شاهدۍ څخه څو ګړۍ وړاندې خپور شوی دی.

د راپورونو له مخې، ټرمپ د سې شنبې په ورځ خپلو سلاکارانو ته لارښوونه کړې وه چې د ایران د اوږدمهاله سمندري کلابندۍ لپاره چمتووالی ونیسي. هغه داسې ارزونه کړې ده چې د بمباریو بیا پیلول یا په بشپړ ډول له جګړې وتل، د اوسنۍ کلابندۍ د ساتلو په پرتله ډیر خطرونه لري.

متحده ایالاتو او اسرائیل د فبروري په ۲۸مه پر ایران ګډ عملیات پیل کړل، چې تهران یې په غبرګون کې په سیمه کې د امریکا پر هغو ګټو بریدونه وکړل چې ډیری یې د خلیج په هېوادونو کې وې.

د اپریل په اتمه د پاکستان په منځګړیتوب اوربند اعلان شو او ورپسې د اپریل پر ۱۱مه او ۱۲مه په اسلام اباد کې خبرې اترې وشوې، خو دا مذاکرات پرته له کومې پایلې پای ته ورسېدل. ټرمپ وروسته وویل چې دا اوربند د پاکستان په غوښتنه، د تهران د نوي وړاندیز تر رارسېدو پورې غځول شوی دی.

هغه د دوشنبې په ورځ اشاره وکړه چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران وروستی وړاندیز ورته د منلو وړ نه دی؛ ځکه تهران یوازې د هرمز تنګي د پرانستلو طرحه وړاندې کړې او د خپل اټومي پروګرام په اړه یې پوښتنې راتلونکو خبرو اترو ته ځنډولې دي.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"