نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ : که ایران غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې ته د پای ټکی کېږدي، کولی شي زمونږ سره اړیکه ونیسي
"که دوی غواړي خبرې وکړي، کولی شي موږ ته راشي، یا موږ ته زنګ ووهي. تاسو پوهېږئ، ټلیفون شته. موږ ښه او خوندي  کرښې لرو."
ټرمپ : که ایران غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې ته د پای ټکی کېږدي، کولی شي زمونږ سره اړیکه ونیسي
ټرمپ : که ایران غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې ته د پای ټکی کېږدي، کولی شي زمونږ سره اړیکه ونیسي / AP Archive
 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې که ایران غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې ته د پای ټکی کېږدي، کولی شي له متحده ایالاتو سره اړیکه ونیسي.

ټرمپ د فاکس نیوز له د یکشنبې معلوماتي  پروګرام سره په مرکه کې وویل:

"که دوی غواړي خبرې وکړي، کولی شي موږ ته راشي، یا موږ ته زنګ ووهي. تاسو پوهېږئ، ټلیفون شته. موږ ښه او خوندي  کرښې لرو."

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې ټرمپ د شنبې په ورځ پاکستان ته د خپلو استازو سټیو ویټکوف او جریډ کوشنر سفر لغوه کړ. دا اقدام د سولې د هڅو لپاره یو نوی خنډ وباله شو، ځکه د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یوازې له پاکستاني چارواکو سره له لیدنې وروسته له اسلام اباد څخه وتلی و.

سره له دې چې امریکايي استازي سیمې ته نه دي تللي، عباس عراقچي له عمان څخه بېرته اسلام اباد ته راستون شوی ترڅو د پاکستان له مشرتابه سره مشورې وکړي. ټرمپ ادعا وکړه چې د سفر له لغوه کېدو یوازې لس دقیقې وروسته، ایران یو نوی وړاندیز واستاوه چې د هغه په وینا "خورا غوره" و.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دا کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې د فبرورۍ په ۲۸مه جګړه پیل شوه. اوس مهال د هورمز تنګي وضعیت، د ایران د بندرونو کلابندي او د یورانیمو د غني کولو مسله د خبرو اترو په وړاندې تر ټولو لویې ننګونې بلل کېږي.

 

وپلټۍ
په روسیه کې د تېلو پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید شوی دی
د برلین په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي، چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک دی.
په اندونیزیا کې د یوې فابریکې د اورلګېدنې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي
وزیر کوروم:"موږ به د نړۍ لپاره د حل لارو په لټه کې له هڅو لاس وانخلو ځکه چې نړۍ زموږ مشترک کور دی"
سعودي عربستان او مصر په خرطوم کې د ملګروملتونو په دفتر د ډرون برید په کلکو ټکو وغنده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
اوکراین: د روسیې له خوا د کریوی ریګ ښار ته د برید په پایله کې ۲ ملکي وګړي مړه شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ