نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
روسیې او اوکراین د مسکو د "بریا ورځې" له مراسمو وړاندې پر یو بل درانه بریدونه کړي دي
روسیې او اوکراین د جمعې په ورځ پر یو بل لوی بریدونه ترسره کړل، چې ورسره د دویمې نړیوالې جګړې د لمانځلو په مناسبت د مسکو له خوا اعلان شوی دوه ورځنی یو اړخیز اوربند په بشپړ ډول له منځه تللی ښکاري.
روسیې او اوکراین د مسکو د "بریا ورځې" له مراسمو وړاندې پر یو بل درانه بریدونه کړي دي
روسیې او اوکراین د مسکو د "بریا ورځې" له مراسمو وړاندې پر یو بل درانه بریدونه کړي دي / Reuters

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل: "د روسیې له لوري په جګړه کې حتی د اوربند کومه سمبولیکه هڅه هم ونه شوه." دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین هوايي ځواکونو په وروستیو ساعتونو کې د ۵۶ روسي ډرون الوتکو د راغورځولو خبر ورکړی دی. زیلینسکي پر 'ایکس' (پخواني ټویټر) ولیکل: "لکه څنګه چې موږ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وکړل، اوکراین به نن هم د دښمن بریدونو ته ورته ځواب ورکړي."

زیلینسکي زیاته کړه چې روسیې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د اوکراین پر سنګرونو د بېلابېلو ډوله ډرون الوتکو "له ۸۵۰ څخه ډېر بریدونه" او له ۱۴۰ څخه ډېر نور بریدونه کړي دي. بلخوا، د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دوی یو اړخیز اوربند له پیل وروسته یې په لومړیو ساعتونو کې ۲۶۴ اوکرایني ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي.

اوکراین د روسیې دا لنډمهاله اوربند یو "تبلیغاتي اقدام" بللی چې موخه یې یوازې د می د نهمې د پوځي رسم ګذشت خوندي ساتل دي. دا مراسم د روسیې د مشر ولادیمیر پوتین لپاره یو له خورا مهمو هېوادپالو مراسمو څخه ګڼل کېږي.

د روسیې د اوربند له پیل څو ساعته وړاندې، زیلینسکي د روسیې متحدینو ته خبرداری ورکړ چې په دې مراسمو کې ګډون ونه کړي. هغه وویل: "موږ د ځینو هغو هېوادونو له خوا چې روسیې ته نږدې دي پیغامونه ترلاسه کړي چې وايي استازي یې مسکو ته د تګ پلان لري... په دې ورځو کې دا یو عجیبه غوښتنه ده. موږ یې سپارښتنه نه کوو."

زیلینسکي وړاندې وویل: "دوی له اوکراین څخه د خپل رسم ګذشت د ترسره کولو اجازه غواړي ترڅو په کال کې یو ځل د یو ساعت لپاره په خوندي ډول میدان ته راووځي او بیا بېرته وژنو ته دوام ورکړي."

د روسیې دفاع وزارت په غبرګون کې له اوسېدونکو او ډیپلوماټانو وغوښتل چې د اوربند پر مهال د اوکراین د احتمالي بریدونو له امله له کیف څخه ووځي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت دا ګواښونه "غیر مسؤلانه او بې ځایه" وبلل. په ورته وخت کې، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوی به له کیف څخه خپل ډیپلوماټان ونه باسي او زیلینسکي هم ویلي چې د رخصتۍ په ورځو کې به په پلازمېنه کیف کې پاتې شي.

رسم ګذشت په خطر کې

روسیه هر کال د می په نهمې په 'سور مېدان'  کې د دویمې نړیوالې جګړې د بریا ورځ په لوی پوځي رسم ګذشت سره لمانځي. خو په وروستیو اونیو کې د اوکراین له خوا د ډرون بریدونو زیاتوالي په روسیه کې د دغو مراسمو په اړه اندېښنې پیدا کړې دي.

مسکو اعلان کړی چې د نږدې ۲۰ کلونو په جریان کې د لومړي ځل لپاره به په دغه مراسمو کې پوځي تجهیزات (ټانکونه او توغندي) شامل نه وي. د بهرنیو مېلمنو شمېر هم خورا کم شوی دی؛ یوازې د بیلاروس، مالیزیا او لاوس مشران به په کې ګډون وکړي. مسکو همدا راز تر شنبې پورې په ښار کې د انټرنیټ وقفه یي بندیزونه هم پیل کړي دي.

د جګړې د پای ته رسولو خبرې اترې تر ډېره پیکه شوې دي او اوس د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکېچ د اوکراین موضوع تر سیوري لاندې راوستې ده. مسکو غوښتنه کوي چې اوکراین باید له هغو څلورو سیمو وځي چې روسیې یې د خپلولو ادعا کړې، خو دا شرطونه کیف ته په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.

 

وپلټۍ
اوکراین د روسیې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یو نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.
د جنوبي کوریا KF-21 جنګي الوتکې د الوتنې د خوندیتوب سند ترلاسه کړ
د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې (بي ۵۲ ) بم غورځوونکې الوتکې سقوط وکړ.
امریکا ویلي دي د ایران د سولې د هوکړې له مخې د هرمز تنګی باید بې محصوله پرانیستل شي
تورکیه د امریکا او ایران د هوکړې هرکلی کوي؛ فیدان د تخریبي هڅو پر وړاندې د بیدارۍ غوښتنه وکړه
روسیې پر اوکراین له وژونکو بریدونو وروسته پر صومعې د برید تورونه رد کړل
د اسرائیلو اپوزیسیون د امریکا او ایران د هوکړې په اړه نتنیاهو "کمزوری او منزوي" وباله
انګلستان د ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو لاسرسی منع کړ
د پاکستان لومړي وزیر له امریکا سره د ایران په هوکړه کې  د ولسمشر اردوغان د قوي ملاتړ مننه وکړه
پاکستان کې د پولیس په ډزو کې یوه استرالیايي ماشومې ژوند د لاسه ورکړ او د هغه پلار او ورور ټپیان شول
اسرائیلي اشغالګرو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې موټرونه وسوځول او په يو جومات یې برید وکړ
په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له امله لږ تر لږه ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی
اروپايي ټولنه د اوکراین د غړیتوب غوښتنه مخته وړي، خو په مخکې یې ستونزمنه لاره ده
د امریکا په میسوري ایالت کې د یوې الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.