د پلټنې او ژغورنې چارواکو اعلان کړی چې د ودانۍ تر خاورو لاندې شویو کسانو له ډلې ۳ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي چې د ودانۍ د مالک، قراردادي او اړوندو چارواکو په ګډون د ۱۰ کسانو پر ضد د بېغورۍ او قصدي غفلت له امله د مرګ ژوبلې اړولو په تور دوسیه پرانیستل شوې، چې له دې ډلې ۴ تنه نیول شوي دي.
د سېند ایالت لومړي وزیر وزیر مراد علي شاه رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې د یادې ودانۍ لپاره یوازې د یوه پوړ جوړولو اجازه اخیستل شوې وه، خو پر ځای یې شپږ پوړه جوړه شوې ده.
وړاندیز شوي
شاه د دې پېښې د مسؤلینو پر وړاندې د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.













