نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د انګلستان خالص مهاجرت په نږدې دریو لسیزو کې ترټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی.
د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې په یوه کلنه موده کې خالص کډوالي تر نیمايي هم زیاته کمه شوې ده. دې کمښت د کارګر ګوند حکومت ته سیاسي امتیاز ورکړی، په داسې حال کې چې دغه حکومت د کډوالۍ پر سر د «ریفورم بریتانیا» ګوند له زیاتېدونکي فشار سره مخ دی.
د انګلستان خالص مهاجرت په نږدې دریو لسیزو کې ترټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی.
د انګلستان خالص مهاجرت په نږدې دریو لسیزو کې ترټولو ټیټې کچې ته راټیټ شوی. / AP (Wire)
 

د ۲۰۲۶ کال جون پورې انګلستان ته خالص مهاجرت ۷۷،۰۰۰ ته راټیټ شو، چې د ۱۹۹۷ کال راهیسې د کووېډ-۱۹ وبا له کلونو پرته ترټولو ټیټه کلنۍ کچه ده.

د احصایې ملي ادارې ویلي، چې دغه کمښت په عمده توګه بریتانیا ته د اروپايي ټولنې څخه پرته د هېوادونو د کډوالو د شمېر د کمېدو له امله رامنځته شوی او دا هغه بهیر دی چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې دوام لري.

د احصایې ملي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي: «د ۲۰۲۶ کال د جون په پای ته رسېدونکي کال کې د اوږدمهالې نړیوالې خالصې کډوالۍ شمېر ۷۷ زرو کسانو ته رسېدلی دی.» ادارې زیاته کړې چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله تر نیمايي ډیر کم شوی دی.

خالصه کډوالي بریتانیا ته د راغلو او له دغه هېواده د وتلو کسانو د شمېر ترمنځ توپیر ته ویل کېږي.

دغه شمېرې د کارګر ګوند د منځلاري کیڼ اړخي حکومت لپاره یو سیاسي امتیاز بلل کېږي، ځکه دغه حکومت د کډوالۍ پر سر د کډوالۍ ضد «ریفورم بریتانیا» ګوند له زیاتېدونکي فشار سره مخ دی.

د کورنیو چارو وزیرې، شبانه محمود، وویل: "دغه حکومت یو ځل بیا کنټرول ټینګ کړی دی. موږ خالصه کډوالي ۷۷ زرو کسانو ته راټیټه کړې، چې د محافظه ‌کارانو د حکومت پر مهال د خپل اوج په پرتله ۹۲ سلنه کموالی ښيي. هغوی ناکام شول، خو موږ د بریتانیا خلکو ته خپلې ژمنې عملي کړې دي".

په هرصورت، د ریفورم بریتانیا ګوند وویل چې دا ارقام "د لمانځلو لپاره هیڅ دلیل نه و".

د دغه ګوند د کورنیو چارو ویاند، ضیا یوسف، ویلي چې د کارګر او محافظه ‌کار دواړو حکومتونو د بریتانیا د خلکو د غوښتنې خلاف «۱۹ میلیونه نوي خلکو» ته هېواد ته د ننوتلو اجازه ورکړې ده.

هغه زیاته کړه: "د هېواد ټولې سیمې داسې بدلې شوې دي چې نور یې پېژندل ګران دي."

د خالصې کډوالۍ په شمېرو کې هغه ناقانونه کډوال نه دي شامل چې د فرانسې له شمالي سیمو څخه د انګلیسي کانال له لارې په کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته ننوځي.

د بریتانیا د رسمي شمېرو له مخې، د روان کال له پیل څخه د نومبر تر ۱۳مې نېټې پورې شاوخوا ۲۳۵۰۰ کسان د سمندر له لارې له انګلیسي کانال څخه تېر شوي او بریتانیا ته رسېدلي دي. دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله نږدې ۴۰ سلنه کم دی.

وپلټۍ
ناټو په ایسکیشهر کې د چورلکې د سقوط له امله د شهید شویو سرتېرو په مناسبت د خواخوږۍ پیغام خپور کړ
د امریکا ولسمشر ټرمپ: "(له ایران سره) دا جګړه" موږ هر کله چې وغواړو پای ته رسولی شو"
ایران په خلیج کې د دوو پرمختللو امریکايي بې پيلوټه الوتکو د ویشتو ادعا کړې ده
ان بي سي : "د ټرمپ ادارې چارواکي د لوړپوړو ایراني شخصیتونو د ترور پر مسله غور کوي"
عرب ائتلاف ویلي په پلازمینه ریاض کې پر مالي مرکز برید شوی دی.
چین ولسمشر د اسرائیلو لخوا د فلسطیني د ځمکو د غصب او د حقونو د خپو لاندې کولو سره مخالفت وکړ
له اوکراین سره د پوځي مرستو پر ضد د جرمني عامه افکار بدل شوي دي.
د تورکیې «اغېزمن میکانیزم» په تور سمندرګي کې د بېړیو تګ راتګ او د خوراکي توکو لېږد خوندي کوي
عراق او مصر  د سیمه‌ییز تاوتریخوالي د کمولو لپاره پر لا نږدې همغږۍ موافقه وکړه
شېخه حسینه پلان لري چې د ډسمبر پر ۱۶مه بنګله‌دېش ته ستنه شي
له روبیو څخه پر اسرائیلو د فشار راوړلو په خاطر د امریکايي سناتورانو غوښتنه
اسرائیلو د غزې په پولیسو یو ځل بیا مرګونی برید وکړ.
اردوغان له ترهګرۍ څخه د پاکې تورکیې او خپلواکو دفاعي صنایعو پر ژمنې ټینګار وکړ
د انګلستان لومړي وزیر برنهم له ټولپوښتنې پرته له اروپايي ټولنې سره بیا یوځای کېدل رد کړل
ایران: "د امریکا بحري بندیز به نظامي لارو ماتولو لپاره به ګامونه اوچت کړو"