منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
د اسرائیل امنیتي کابینې د نتنیاهو د غزې ښار د بیا نیولو پلان تصویب کړ
د اسرائیلو د امنیتي کابینې، چې افراطي وزیران پکې شامل دي، د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې ښار د بیا نیولو لپاره جنجالي پلان تایید کړ.
د اسرائیل امنیتي کابینې  د نتنیاهو د غزې  ښار  د بیا نیولو پلان تصویب کړ
/ AP

د اسرائیلو د امنیتي کابینې، چې افراطي وزیران پکې شامل دي، د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې ښار د بیا نیولو لپاره جنجالي پلان تایید کړ.

د کابینې غونډه چې د پنجشنبې په ورځ ترسره ، پرېکړه یې د جمعې په سهار اعلان کړه. دا پرېکړه وروسته له هغه  اعلان شوه چې نتنیاهو د اسرائیلي پوځ لپاره د ټولې غزې د بیا نیولو پلان وړاندې کړ، چې ۷۵ سلنه یې لا دمخه د اسرائیلو تر اشغال لاندې ده.

دا غونډه په داسې حال کې وشوه چې نتنیاهو د کور دننه او بهر د زیاتېدونکي فشار سره مخ دی، ترڅو د فلسطیني مقاومت ډلو لخوا نیول شوي پاتې یرغمل کسان وژغوري او د غزې د لوږې له بحران څخه مخنیوی وکړي.

د ځايي رسنیو په وینا، نتنیاهو په دې مهمه غونډه کې د غزې د کنټرول لپاره یو پړاویز پلان وړاندې کړ. داسرائیلو دولتي خبري اژانس (KAN) د نامعلومو سرچینو په حواله ویلي چې نتنیاهو د "سپک" او "تدریجي" ستراتیژۍ وړاندیز وکړ، چې د غزې د نسل وژنې له پیل راهیسې تر ټولو حساسه غونډه ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، پلان دا دی چې اسرائیلي ځواکونه هغو سیمو ته پرمختګ وکړي چې مخکې یې نه وې نیولې، په شمول د هغو سیمو چې دوی یې د "حماس د روزنې کمپونه" بولي، د غزې په منځنۍ برخه او د غزې په مرکزي ښار کې. دا په داسې حال کې ده چې د پوځ لوی درستیز ایال زمیر بیا خبرداری ورکړی.

پلان د غزې د ښار د اوسېدونکو د سویلي برخې ته د بې ځایه کولو څخه پیلېږي، وروسته ښار محاصره کوي او په ګڼ مېشتو سیمو کې نور ځمکني بریدونه پیلوي، د KAN سرچینو په وینا.

د راپورونو له مخې، څو وزیرانو هغه پلان رد کړ چې د غزې د بشپړ کنټرول پرته بل څه وړاندې کوي. د شاس ګوند مشر، اریه دری، خبرداری ورکړ چې د جګړې اوږدول به سیاسي لګښتونه ولري او د یرغمل کسانو ژوند به له خطر سره مخ کړي.

دری، چې بې وزارته وزیر دی، له وزیرانو وغوښتل چې د پوځ ارزونې په پام کې ونیسي، ویې ویل چې د نتنیاهو پلان د "سیاسي زیانونو" خطر لري او یرغمل کسان نور هم له خطر سره مخ کولی شي.

د بله پلوه د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز زمیر د غزې د بشپړ اشغال په اړه د هر ډول پلان  سره مخالفت تکرار کړ. هغه کلیدي خطرونه یاد کړل، په شمول د یرغمل کسانو زیان، د اسرائیلي ځواکونو او احتیاطي ځواکونو ستړیا او د اسرائیلو نړیوال مشروعیت ته زیان.

د غونډې څخه مخکې، نتنیاهو په امریکا کې د فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې حکومت د غزې بشپړ کنټرول په پام کې لري.

نتانیاهو وویل: "موږ نه غواړو چې دا وساتو. موږ غواړو یو امنیتي کمربند ولرو. موږ نه غواړو چې حکومت پرې وکړو." هغه زیاته کړه چې دوی غواړي دا عرب ځواکونو ته وسپاري چې په سمه توګه یې اداره کړي، پرته له دې چې اسرائیلو ته ګواښ پېښ کړي او د غزې خلکو ته ښه ژوند ورکړي.

د غونډې په پیل کې، سلګونه کسانو د لویدیځ بیت المقدس په سیمه کې د لومړي وزیر دفتر ته نږدې مظاهره وکړه، چې د یرغمل کسانو د خوشې کولو غوښتنه یې کوله.

د پنجشنبې په ورځ، د یرغمل کسانو خپلوانو د اشکلون بندر څخه د غزې محاصره شوې سیمې ته د نږدې کېدو هڅه وکړه. تنظیموونکو وویل چې دوی هیله لري چې خپلو عزیزانو ته نږدې شي.

د کورنیو غړو د نتانیاهو د نسل وژنې د پراخولو پلان وغنده. یهودا کوهین، چې زوی یې په غزه کې نیول شوی، وویل چې نتانیاهو د افراطيانو د خوښولو لپاره نسل وژنه اوږدوي.

په غزه کې، د اسراییلي بریدونو د پراخېدو په اړه ویره زیاته شوې. احمد سالم، ۴۵ کلن، وویل: "ځمکني عملیات د نورو ویجاړیو او مرګونو معنا لري. دلته هیڅ خوندي ځای نشته."

مایسا الهیله، چې په یوه بې ځایه شویو کمپ کې ژوند کوي، وویل: "دلته د نیولو لپاره هیڅ پاتې نه دي. غزه نور پاتې نه ده."

وپلټۍ
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي
د ایران جګړه د ملیونونو خلکو لپاره د شدیدې لوږې خطر زیاتوي: د خوړو نړۍوال پروګرام
ټرمپ ایران د یوې موافقې د نه لاسلیکولو په صورت کې د سختې بیې په پرې کولو وګواښه.
د امریکا د بریدونو وروسته زرګونه ايرانيان د اوبو له کمښت سره مخ دي
ایران په اردن او بحرین کې د امریکا پر اډو بریدونه وکړل
ولسمشر اردوغان: په سوریه او لبنان د اسرائیلو بریدونه تورکیې ته هم ګواښ دی
امریکا د نړۍوال جام سومالیايي لوبڅار ته امریکا ته د ننوتو اجازه ورنکړه
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په کانګو کې د M23 جنګیالي زرګونه کسان نیسي او ځوروي یې
د جنوبي افریقا پولیس ویلي په جوهانسبرګ کې ډله‌ییزو ډزو ۱۲ کسان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي
د امریکا یوې محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان د یرغمل نیونې په تور پر ۴۲ کاله بند محکوم کړ
فرانسې پر افراطي ښي اړخي اسرائیلي وزیر سموتریچ د لوېدیځې غاړې د ځمکو غصبولو له امله بندیز ولګاوه