د اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی معلوم.
د مصر د روغتیا وزارت له خوا په خپره شوې لیکلې اعلامیه کې راغلي چې د پېښې ځای ته ۳۹ امبولانسونه استول شوي او د روغتیا وزیر خالد عبدالغفار په سیمه کې روغتونونو ته د چمتووالي د کچې لوړولو امر کړی دی.
بل خوا، د مصر دولتي ورځپاڼې «الاهرام» د راپور له مخې، د ملکي دفاع ډلو اور تر کنټرول لاندې راوستی دی.
چارواکو د اورلګېدنې د لامل په اړه تر اوسه معلومات نه دي شریک کړي.













