د فلسطیني بندیانو دفتر: د اور بند تړون لاندې ۱،۹۶۸ فلسطیني بندیان خوشې کیږي

د فلسطيني بنديانو رسنيز دفتر د غزې د اوربند د تړون له مخې د خوشې کېدونکو فلسطيني بنديانو نوملړ اعلان کړی دی.

د فلسطیني بندیانو دفتر: د اور بند تړون لاندې ۱،۹۶۸ فلسطیني بندیان خوشې کیږي / Reuters

د فلسطيني بنديانو دفتر: د اوربند تړون له مخې به ۱۹۶۸ فلسطيني بنديان خوشې شي
د غزې د اوربند د تړون له مخې، حماس لا دمخه لومړي اووه اسرائيلي بنديان سره صليب ته سپارلي دي.

د فلسطيني بنديانو رسنيز دفتر د غزې د اوربند د تړون له مخې د خوشې کېدونکو فلسطيني بنديانو نوملړ اعلان کړی دی.

د دوشنبې په ورځ د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، ۱۹۶۸ بنديان، چې په کې ۲۵۰ تنه پر عمري بند محکوم هم شامل دي، د اسرائيلي بنديانو په بدل کې به خوشې شي.

سره صليب تاييد کړه چې د اسرائيلي بنديانو د خوشې کولو بهير د دوشنبې په ورځ پيل شو.

رسنيز دفتر زياته کړه چې د عمري بند ۱۴۳ بنديان به له اشغال شوې لوېديځې غاړې څخه بهر خوشې شي.