منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا د تازه بریدونو په لړ کې د ایران په څو ښارونو کې چاودنې شوې دي
سینټکام  تاییدوي چې د سوداګریزو کښتیو د ساتنې لپاره د عمومي قوماندان په امر نوي بریدونه شوي دي.
د امریکا د تازه بریدونو په لړ کې د ایران په څو ښارونو کې چاودنې شوې دي
د امریکا د تازه بریدونو په لړ کې د ایران په څو ښارونو کې چاودنې شوې دي

د ایراني رسنیو له قوله، په داسې حال کې چې امریکا پر دغه هېواد د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې، د ایران په بېلابېلو برخو کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ایران دولتي تلوېزیون  د هرمزګان ولایت په مرکز، بندر عباس کې د یوې چاودنې خبر ورکړی. نیمه دولتي "فارس" خبري اژانس ویلي چې د قشم ټاپو او شاوخوا اوبو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، پداسې حال کې چې یوه بله چاودنه په سیریک کې هم راپور شوې ده.

د ایران رسمي خبري اژانس "ایرنا"  د فارس ولایت په شیراز ښار کې د چاودنې خبر ورکړی. دغه اژانس وویل چې په تېرو څو ساعتونو کې د سیستان او بلوچستان ولایت په چابهار او کنارک ښارونو کې ۱۴ چاودنې اورېدل شوې دي.

"مهر" خبري اژانس ویلي چې د ایران په سویل کې د بوشهر اټومي برېښناکوټ ته نږدې د هوايي دفاعي سیسټمونو د فعالېدو غږونه اورېدل شوي. مهر په مرکزي ښار اصفهان کې هم د دوو چاودنو راپور ورکړی.

خو ایراني رسنیو وروسته د اصفهان ولایت د والي د امنیتي مرستیال له قوله وویل چې په دغه ولایت کې یې هر ډول دښمنانه برید یا چاودنه رد کړې ده. تر اوسه د احتمالي مرګ ژوبلې یا زیانونو په اړه کوم سمدستي راپور نه دی ورکړل شوی.

په ورته وخت کې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنټکام ویلي چې دوی د عمومي قوماندان (ولسمشر) په لارښوونه پر ایران تازه بریدونه کړي دي. د دغې قوماندانۍ په وینا، د دې عملیاتو موخه د ایران د هغو پوځي وړتیاوو کمزوري کول دي چې په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو د بریدونو لپاره کارول کېږي.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ