منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلو پارلمان د اکتوبر د ۷مې پېښې په اړه د دولتي پلټونکي کمېسیون د جوړولو لومړنی پړاو تایید کړ.
وکیلانو د سرپرست لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له اوږدمهاله مخالفت سره سره، د پلټنو په ملاتړ ۶۵ موافقې او ۵۰ مخالفې رایې ورکړې.
د اسرائیلو پارلمان د اکتوبر د ۷مې پېښې په اړه د دولتي پلټونکي کمېسیون د جوړولو لومړنی پړاو تایید کړ.
نتنیاهو / AP
 

د اسرائیلو نوي پارلمان د اکتوبر د ۷مې برید په تړاو د سیستماتیکو امنیتي ناکامیو د څېړلو لپاره د یوه خپلواک دولتي پلټونکي کمېسیون د جوړولو پر لور یو مهم لومړنی ګام پورته کړ، او هغه قانوني طرحه یې مخکې یووړه چې سرپرست لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یې له اوږدې مودې راهیسې مخالفت کاوه.

د اسرائیلو په پارلمان (کنيسېټ) کې په لومړنۍ رایه اچونه کې، ۶۵ وکیلانو د ټاکل شوي لومړي وزیر ګادي ایزنکوټ د «یاشار» ګوند له خوا د وړاندې شوې طرحې ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې ۵۰ وکیلانو یې پر ضد رایه ورکړه.

دا لایحه اوس یوې پارلماني کمېټې ته استول کېږي او پر قانون تر بدلېدو وړاندې باید درې نور پړاوونه هم تېر کړي.

نتنیاهو، چې د دغه برید پر مهال په واک کې و، په دوامداره توګه د داسې قانوني پلټنو مخالفت کړی چې د احضار پراخ واکونه ولري، او پر ځای یې د یوې داسې ادارې غوښتنه کوله چې د سیاستوالو له خوا وټاکل شي.

سیاسي اختلافات

دا قانوني طرحه د پنځه کسیز کمېسیون د جوړولو لپاره اووه میلیونه شېکله (اسرائیلي اسعار) بودیجه ځانګړې کوي، چې دنده به یې دا وي چې د یوه کال په دننه کې یو لنډمهاله راپور خپور کړي.

د یاشار ګوند وکیلې اوریت فرکاش-هاکوهین (Orit Farkash-Hacohen) د دې طرحې د وړاندې کولو پر مهال دا «د ټولو اسرائیلي وګړو لپاره د چارو د سمولو د یوه بهیر پیل» وباله او زیاته یې کړه: «موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې هغه څه چې په هغې بوږنوونکې ورځ پېښ شول، بیا هېڅکله تکرار نه شي.»

د دې لایحې تصویب وروسته له هغه کېږي چې په دې وروستیو کې د ایزنکوټ متحد ماتان کهانا (Matan Kahana) د کنيسېټ د رییس په توګه وټاکل شو؛ دې کار دغه ایتلاف ته دا امکان برابر کړ چې د بیاکتنې دودیزه ۴۵ ورځنۍ موده پرېږدي او د رسمي کابینې تر بشپړېدو وړاندې لومړیتوب لرونکي قوانین په چټکۍ سره تصویب کړي.

ایزنکوټ ته د نومبر پر ۸مه په رسمي ډول دنده وسپارل شوه چې په ۲۸ ورځو کې نوې اداره جوړه کړي، چې پکې د ۱۴ ورځو د تمدید اختیار هم شته.

که څه هم ایزنکوټ او د لیکود ګوند د یوه ګډ حکومت د جوړولو پر سر خبرې وکړې، خو مذاکراتو کوم د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

په ورته وخت کې، کیڼ‌اړخي «دیموکراتان» ګوند له لیکود سره د ایزنکوټ پر خبرو د ناخوښۍ په څرګندولو سره له هغه سره د ایتلاف خبرې ودرولې، په داسې حال کې چې ښي‌اړخي متحد اویګدور لیبرمن اشاره ورکړې چې ممکن راتلونکې اونۍ یو احتمالي واکمن ایتلاف اعلان شي.

 

وپلټۍ
ناټو په ایسکیشهر کې د چورلکې د سقوط له امله د شهید شویو سرتېرو په مناسبت د خواخوږۍ پیغام خپور کړ
د امریکا ولسمشر ټرمپ: "(له ایران سره) دا جګړه" موږ هر کله چې وغواړو پای ته رسولی شو"
ایران په خلیج کې د دوو پرمختللو امریکايي بې پيلوټه الوتکو د ویشتو ادعا کړې ده
ان بي سي : "د ټرمپ ادارې چارواکي د لوړپوړو ایراني شخصیتونو د ترور پر مسله غور کوي"
عرب ائتلاف ویلي په پلازمینه ریاض کې پر مالي مرکز برید شوی دی.
چین ولسمشر د اسرائیلو لخوا د فلسطیني د ځمکو د غصب او د حقونو د خپو لاندې کولو سره مخالفت وکړ
له اوکراین سره د پوځي مرستو پر ضد د جرمني عامه افکار بدل شوي دي.
د تورکیې «اغېزمن میکانیزم» په تور سمندرګي کې د بېړیو تګ راتګ او د خوراکي توکو لېږد خوندي کوي
عراق او مصر  د سیمه‌ییز تاوتریخوالي د کمولو لپاره پر لا نږدې همغږۍ موافقه وکړه
شېخه حسینه پلان لري چې د ډسمبر پر ۱۶مه بنګله‌دېش ته ستنه شي
له روبیو څخه پر اسرائیلو د فشار راوړلو په خاطر د امریکايي سناتورانو غوښتنه
اسرائیلو د غزې په پولیسو یو ځل بیا مرګونی برید وکړ.
اردوغان له ترهګرۍ څخه د پاکې تورکیې او خپلواکو دفاعي صنایعو پر ژمنې ټینګار وکړ
د انګلستان لومړي وزیر برنهم له ټولپوښتنې پرته له اروپايي ټولنې سره بیا یوځای کېدل رد کړل
ایران: "د امریکا بحري بندیز به نظامي لارو ماتولو لپاره به ګامونه اوچت کړو"