نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
جرمني د ایس ډي پي ګوند د نوي ائتلاف لپاره د کابینې غړي اعلان کړل
ټولنیز دیموکرات ګوند (SPD) د دوشنبې په ورځ د جرمني د نوي محافظه‌کاره-چپ ائتلافي حکومت لپاره خپل وزیران اعلان کړل، چې په کې شپږ ښځې او درې نارینه د مهمو وزارتونو لپاره ټاکل شوي دي.
جرمني د ایس ډي پي ګوند د نوي ائتلاف لپاره د کابینې غړي اعلان کړل
/ Reuters
 

د SPD ګډ مشر، لارس کلینګبایل، به په نوي حکومت کې چې د محافظه‌کار فریدریش میرڅ له خوا رهبري کېږي، د مرستیال صدراعظم او د مالیې وزیر په توګه دنده ترسره کړي. دا اعلان د دوشنبې د ائتلاف د لاسلیک مراسمو څخه مخکې وشو.

بورس پیستوریوس، چې د جرمني تر ټولو مشهور سیاستوال دی او په وروستیو نظرپوښتنو کې ۶۰ سلنه ملاتړ لري، به د دفاع وزیر په توګه خپله دنده وساتي – هغه د ۲۰۲۳ کال راهیسې په دې دنده کې دی. د هغه بیا ټاکنه د وسله‌والو ځواکونو د عصري کولو او بیا جوړونې په برخه کې د هغه د مشرتابه لپاره پراخ ستاینه ترلاسه کړې.

د جرمني پارلمان (بونډسټاګ) پخوانۍ مشره باربل باس به د کار او ټولنیزو چارو وزیره شي، په داسې حال کې چې ریم العبالې-رادوان، چې مخکې د ادغام وزیره وه، به د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزیره وټاکل شي. ستفاني هوبيګ، چې یوه تجربه‌کاره حقوقپوهه ده، به د جرمني نوې د عدلیې وزیره شي، په داسې حال کې چې کارسټن شنایډر، چې مخکې د ختیځ جرمني چارو لپاره د حکومت کمیشنر و، به د چاپېریال او اقلیم ساتنې وزیر په توګه دنده ترسره کړي.

سره له دې چې د فبرورۍ په ناڅاپي ټاکنو کې د ټولنیزو دیموکراتانو پایله کمزورې وه، خو دوی په راتلونکي ائتلافي حکومت کې مهمې څوکۍ ترلاسه کړې. د محافظه‌کار مشر فریدریش میرڅ د CDU/CSU ائتلاف تېره میاشت د SPD سره د ائتلاف تړون وروستی کړ، او د دواړو ګوندونو مشرتابه او غړو تېره اونۍ په رسمي ډول دغه تړون تصویب کړ.

د دوشنبې د لاسلیک مراسمو وروسته، پارلمان به د سه‌شنبې په ورځ غونډه وکړي ترڅو میرڅ د جرمني نوی صدراعظم وټاکي، چې د ټولنیز دیموکرات اولاف شولڅ ځای به ونیسي.

د عیسوي دیموکراتانو (CDU/CSU) ائتلاف په فبرورۍ کې د ناڅاپي ټاکنو په ترڅ کې ۵.۲۸ سلنه رایې وګټلې – چې د مطلق اکثریت لپاره کافي نه وې. که څه هم ټولنیزو دیموکراتانو خپل تر ټولو ټیټ ۴.۱۶ سلنه پایله ترلاسه کړه، خو دوی د یوه مهم ائتلافي شریک په توګه راڅرګند شول. په ګډه، دواړه ګوندونه به په پارلمان کې ۳۲۸ څوکۍ ولري، چې د حکومت جوړولو لپاره اړین ۳۱۶ څوکۍ په اسانۍ سره پوره کوي.

وپلټۍ
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
اوکراین: د روسیې له خوا د کریوی ریګ ښار ته د برید په پایله کې ۲ ملکي وګړي مړه شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ
په فراه ولایت کې چاودنې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د پاکستان د اقلیمي بدلونو وزیر مصدق مسعود ملک په یوه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته سفر کړی.
د اروپايي ټولنې کمیسیون د سایبري برید سره مخ شوی، شخصي معلومات ممکن زیانمن شوي وي.
فرانسې په ټول هیواد کې د مرغانو د انفلونزا خطر تر ټولو لوړې کچې ته پورته کړ.
د سعودي په وینا، د حوثیانو د ملېشو هغه توغندی یې شنډ کړی چې د دغه هیواد پر سویل توغول شوی وو
اندونیزیا او چین د جنوبي چین سمندرګي په اړه د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.