د استرالیا حکومت د اسرائیلو پر خلاف یو ډیر مهم ګام اوچت کړ

استرالیا د یو مهم اسرائېلي سیاستوال چې د یهودي ټولنې په غونډه کې د ګډون لپاره راتلو لغوه کړه.

/ Reuters

د اسټرالیا حکومت د دوشنبې په ورځ د یوې ښي اړخې اسرائیلي سیاستوال ویزه لغوه کړه. د ویلو ده چې اسرائیلي سیاستوال خپل دا سفر په استرالیا کې په یو زیات شمیر غونډو کې وینا کولو پلان کړی  وه. د استرالیا د حکومت دې اقدام  په اړه د غونډې تنظیموونکو  غبرګون وښود او وویل چې دا یو "وحشیانه یهود ضد" عمل دی.

سمچا روټمن، چې ګوند یې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د واکمن ائتلاف برخه ده، ټاکل شوې وه چې د اسټرالیا د یهودي ټولنې د اتحادیې لخوا تنظیم شویو غونډو کې ګډون وکړي.

خو د کورنیو چارو وزیر ټوني برک وویل چې اسټرالیا به هغو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې د "ویش او نفرت" پیغام خپروي.

"که تاسو اسټرالیا ته د نفرت او ویش د پیغام د خپرولو لپاره راځئ، موږ تاسو دلته نه غواړو،" هغه وویل. "اسټرالیا به داسې هېواد وي چې هر څوک پکې خوندي وي او ځان خوندي احساس کړي."

د ویزې د لغوه کېدو په اوتوماتیک ډول، روټمن نشي کولی درې کاله لپاره اسټرالیا ته سفر وکړي.

د اسټرالیا د یهودي ټولنې د اتحادیې اجرائیه مشر، رابرټ ګریګوري وویل چې د روټمن د سفر هدف دا و چې د اسټرالیا د یهودي ټولنې سره یووالی وښيي، کومه چې د یهود ضد د یوې څپې سره مخ ده.

"دغه سفر د منځني ختیځ د اوسنیو پېښو سره هېڅ تړاو نه درلود،" هغه په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل.

ګریګوري د روټمن د ویزې لغوه کول "یو وحشیانه یهود ضد اقدام" وباله او د اسټرالیا حکومت یې تورن کړ چې د یهودي ټولنې او اسرائیل په نښه کولو کې "لیوالتیا" لري.