امريکا له وینزویلا وروسته، کيوبا ته سترګي پټي کړي.
ځینې امریکایي چارواکي وايي چې ولسمشر ټرمپ د رژیم د بدلون دودیزو ستراتیژیو تعقیبولو پر ځای د خبرو اترو لپاره د ځای پریښودو پر مهال د فشار پلي کولو ته ترجیح ورکوي.
ځینې امریکایي چارواکي وايي چې ولسمشر ټرمپ د رژیم د بدلون دودیزو ستراتیژیو تعقیبولو پر ځای د خبرو اترو لپاره د ځای پریښودو پر مهال د فشار پلي کولو ته ترجیح ورکوي.
د وال سټریټ ژورنال د پنجشنبې د راپور له مخې، د ټرمپ اداره، چې د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له لېرې کېدو وروسته هڅول شوې، د کیوبا د حکومت دننه د داسې متحدینو په لټه کې ده چې ښايي د کال تر پای مخکې په دغه هېواد کې د کمونیست واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو په برخه کې مرسته وکړي.
د راپور له مخې، امریکايي چارواکي باور لري چې د کیوبا اقتصاد د نړېدو په درشل کې دی او حکومت یې له وینزویلا څخه د مهم ملاتړ له لاسه ورکولو وروسته په بې ساري ډول زیانمن شوی دی.
که څه هم د رژیم د له منځه وړلو لپاره کوم تفصیلي پلان نشته، خو چارواکي د مادورو تښتول او ورپسې شوې امتیازونه د هاوانا لپاره هم یوه بېلګه او هم یو خبرداری ګڼي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۱۱مه په یوه ټولنیز پوسټ کې وویل: «زه په ټینګه وړاندیز کوم چې هغوی موافقه وکړي. مخکې له دې چې ډېره ناوخته شي»، او زیاته یې کړه چې «نور هېڅ تېل او یا پیسې» به کیوبا ته ونه لېږل شي.
د راپور له مخې، چارواکو په میامي او واشنګټن کې د کیوبایي جلاوطنه ډلو سره لیدنې کړي دي څو د کیوبا د حکومت دننه هغه کسان وپېژني چې ښايي خبرو اترو ته چمتو وي.
هغه عملیات چې د مادورو د تښتولو سره پای ته ورسیدل، ادعا کیږي چې د یو داخلي کس لخوا ورسره مرسته شوې وه. همدارنګه ویل شوي چې په کاراکاس کې د امریکا پوځي چاپې د هغه د ساتنې لپاره د ځای پر ځای شوو ۳۲ کیوبایي سرتېرو او استخباراتي مامورینو ژوند واخیست.
راپور وايي، که څه هم امریکا په ښکاره ډول پر کیوبا د پوځي اقدام ګواښ نه دی کړی، خو چارواکي وايي چې د وینزویلا برید د سرغړونې احتمالي پایلو ته اشاره وه.
د استخباراتي ارزونو له مخې، د کیوبا اقتصاد په ډېر ناوړه حالت کې دی، د توکو، درملو او برېښنا سخت کمښت موجود دی. واشنګټن پلان لري چې د وینزویلا د تیلو رسولو په بندولو او د کیوبا د بهرنیو طبي ماموریتونو په نښه کولو سره حکومت نور هم کمزوری کړي، چې د بهرنیو اسعارو اصلي سرچینه ده.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل: «د کیوبا واکمنان ناتوانه مارکسیستان دي چې خپل هېواد یې وران کړی، او د مادورو د رژیم له شاتګ سره یې لویه ضربه خوړلې ده، هغه رژیم چې دوی یې د ټینګ ساتلو مسوولیت درلود.» او ټینګار یې وکړ چې کیوبا باید »مخکې له دې چې ډیره ناوخته شي یوه معامله وکړي».
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا د امریکا په ملي ګټو کې ده چې کیوبا په دیموکراتیک ډول اداره شي او مخالفو پوځي او استخباراتي ځواکونو ته دې ټاپو ته د لاسرسي اجازه ورنه کړل شي.
د راپور له مخې، ځینې چارواکي وايي چې ټرمپ د رژیم د بدلون دودیزو ستراتیژیو تعقیبولو پرځای د خبرو اترو لپاره ځای پریښودو سره د فشار پلي کولو ته ترجیح ورکوي.
سره له دې، د هغه ډیری متحدین د کمونیستي واکمنۍ د سقوط تمه لري، که څه هم د احتمالي بې ثباتۍ په اړه خبرداری ورکوي.
د کیوبا رهبریت د امریکا د څو لسیزو فشار پر وړاندې مقاومت کړی دی.
«هیڅ ډول تسلیمېدل یا سر ټیټول ممکن نه دي، او نه هم د زور یا وېروونې پر بنسټ کوم ډول تفاهم شونی دی،» د کیوبا ولسمشر میګیل دیاز-کانېل د هغې یادغونډې پر مهال وویل چې د مادورو د ساتنې پر مهال وژل شوو کیوبایي کارکوونکو ته وقف شوې وه.
په هاوانا کې، د برېښنا د پرې کېدو زیاتوالی او د سون توکو کمښت د شپې ښار خاموش کړی دی؛ دا چوپتیا یوازې د خلکو له کورونو څخه د لوښو د ټکولو په غږ ماتیږي، چې د مخ پر زیاتېدونکي ناچارۍ یوه چوپه او بې نومه نښه ده.
"تاسو نشئ ویلای چې دا څوک دی. دوی نه چیغې وهي او نه بل څه. بس همدومره — لوښي ټکوي،" رودولفو خېمنېز وویل، یو متقاعد چې د خپل ټول ژوند په اوږدو کې یې په همدې کوڅه کې په هاوانا کې ژوند کړی دی.
" دوی دا کار یوازې د شپې کوي. خلک وېرېږي چې څوک به یې خبر ورکړي."