نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
روسیې د پاکستان  او هند ترمنځه د روانې ستونزې د حل په خاطر د منځګړیتوب وړاندیز وکړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د خپل پاکستاني سیال سره خبرې وکړې او د کشمیر پر سر د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره د روسیې د مرستې وړاندیز یې وکړ.
روسیې د پاکستان  او هند ترمنځه د روانې ستونزې د حل په خاطر د منځګړیتوب وړاندیز وکړ.
/ AP

وزارت په یوه بیان کې ویلي "په ځانګړي ډول د نوي ډیلي او اسلام آباد ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ پر مسئلې تمرکز شوی دی." دا بیان د یکشنبې په ورځ د لاوروف او د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ترمنځ د خبرو په اړه خپور شوی و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ټیلیګرام په یوه بیان کې ویلي " روسیه چمتو ده چې کشمیر کې د اپرېل په ۲۲مه د رامنځته شوې ترهګرۍ  پېښې چې له امله دواړو هیوادونو ترمنځه  جدي کړکیچ رامځته شوی  ددې ستونزې د سیاسي حل لپاره هڅې وکړي، که چېرې اسلام آباد او نوی ډیلي دواړه دې ته لیوالتیا ولري."

د لاوروف او ډار خبرې دوه ورځې وروسته له هغې وشوې چې هغه د هند د بهرنیو چارو وزیر سبراهمنیم جایشنکر سره خبرې وکړې او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د حل غوښتنه یې وکړه.

د تېرې اوونۍ په برید کې، چې د کشمیر په وادي کې د پهلګام په سیمه کې د یوه سیاحتي ځای په نښه شوی و، لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي دي.

مسلمان اکثریتي کشمیر د دواړو هېوادونو له خوا ادعا کېږي او د څو جګړو، پاڅونونو او ډیپلوماتیکو کړکېچونو مرکز پاتې شوی دی.

روسیه د لسیزو راهیسې د هند تر ټولو لوی د وسلو عرضه کوونکی پاتې شوی او نوی ډیلي او مسکو له شوروي وختونو راهیسې نږدې اړیکې لري.

د پهلګام د برید وروسته، دواړو خواوو د غچ اخیستنې یو لړ اقدامات کړي دي.

هند د پاکستان سره د اوبو د شریکولو مهم تړون (د سند اوبو تړون) وځنډاوه او یوازینی فعال ځمکنی سرحدي لاره یې وتړله. همدارنګه، د پاکستاني وګړو لپاره ورکړل شوې ویزې یې د یکشنبې له ورځې څخه لغوه کړې.

پاکستان په ځواب کې د هندي وګړو لپاره ورکړل شوې ویزې لغوه کړې، خپل هوايي حریم یې د هندي الوتنو پرمخ وتاړه، له خپل ګاونډي سره یې سوداګري ودروله او د هند سره د ۱۹۷۲ کال د شملې تړون وځنډاوه. دا تړون د سولې د ټینګښت او د شخړو د دوه اړخیز حل لپاره جوړ شوی و، په ځانګړې توګه د کشمیر د شخړې په اړه.

هند او پاکستان د ۱۹۴۷ کال د خپلواکۍ راهیسې د پخواني شهزادي ریاست پر سر جګړې کړې دي، چې پوله یې د کورنیو نسلونه سره جلا کړي دي.

په هند تر ولکې لاندې سیمه کې یاغیان له ۱۹۸۹ کال راهیسې د خپلواکۍ یا له پاکستان سره د یوځای کېدو لپاره پاڅون کوي.

نوی ډیلي، چې په مسلمان اکثریتي هند تر ولکې لاندې کشمیر کې شاوخوا ۵۰۰,۰۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړي دي.

په وروستیو اوونیو کې، د مودي حکومت په سیمه کې د مسلمانو سازمانونو، ادبیاتو او ښوونځیو پر وړاندې خپل سخت دریځ زیات کړی، چې په ټولې سیمې کې یې ګډوډي رامنځته کړې ده.

په ورته وخت کې، هند په شخړه کې د غیر کشمیریانو لپاره ۸۲,۰۰۰ د اوسېدو سندونه صادر کړي، چې د قصدي ډیموګرافیک بدلونونو په اړه اندیښنې زیاتې کړې دي.

د پهلګام د برید په تعقیب، په هند تر واک لاندې کشمیر کې له ۱,۵۰۰ څخه زیات کسان نیول شوي دي.

په همدې حال کې، راپورونه څرګندوي چې په څو هندي ښارونو کې د هندو ښي اړخو ډلو له خوا د کشمیري مسلمانانو، په ځانګړې توګه زده کوونکو، د بریدونو پېښې شوې دي.

وپلټۍ
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید