د میسوري ایالت د لویو لارو پولیسو ویلي، د امریکا په میسوري ایالت کې بټلر میموریل هوایي ډګر ته نږدې د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ټول ۱۲ سپاره کسان وژل شوي دي.
د میسوري ایالت د لویو لارو پولیسو د یکشنبې په ورځ وویل چې دا پېښه بټلر میموریل هوایي ډګر ته نږدې رامنځته شوې ده.
دغې ادارې پر ایکس (پخواني ټویټر) په یو پوسټ کې لیکلي: "اوسني راپورونه ښيي چې ټول سپاره کسان (ټولټال ۱۲ تنه) له منځه تللي وي.
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه شخصي الوتکې ۱۱ پراشوټ وهونکي او یو پیلوټ لېږدول، چې له الوتنې وروسته د نامعلوم دلیل له امله بېرته وګرځېده او یوې لویې لارې ته نږدې ولوېده. د دغې پېښې له امله چارواکي اړ شول چې لاره وتړي.
ایالتي پولیس، سیمه ییز پولیس او د بېټس کاونټي د پولیسو دفتر دا مهال د پېښې ځای مدیریت کوي.
د پولیسو دفتر ویلي چې چارواکو هوایي ډګر ته نږدې د "بزنس ۴۹" (Business 49) سړک دواړه لوري د "نامعلوم وخت لپاره" تړلي دي.
د هوانوردۍ فدرالي ادارې تر اوسه د دې وژونکې پېښې د لامل په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.
بټلر د میسوري ایالت له کینساس سیټي څخه شاوخوا ۹۶ کیلومتره سویل ته پروت ښار دی.























