نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
مادورو وايي وینزویلا د امریکا د ځواکونو د مقابلې لپاره ۵۰۰۰ روسي الوتکې ضد توغندي لري
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ادعا کړې چې هیواد یې په کارابین کې د امریکا د پوځي حضور په وړاندې د دفاع لپاره په زرګونو د روسیې ساخت ایګلا-ایس (Igla-S) توغندي لري.
مادورو وايي وینزویلا د امریکا د ځواکونو د مقابلې لپاره ۵۰۰۰ روسي الوتکې ضد توغندي لري
مادورو وايي وینزویلا د امریکا د ځواکونو د مقابلې لپاره ۵۰۰۰ روسي الوتکې ضد توغندي لري / AP

مادورو وايي وینزویلا د امریکا د ځواکونو د مقابلې لپاره ۵۰۰۰ روسي الوتکې ضد توغندي لري

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ادعا کړې چې هیواد یې په کارابین کې د امریکا د پوځي حضور په وړاندې د دفاع لپاره په زرګونو د روسیې ساخت ایګلا-ایس (Igla-S) توغندي لري.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي چې هیواد یې په کارابین کې د ځای پر ځای شویو امریکایي ځواکونو د شتون په وړاندې د مقابلې لپاره ۵۰۰۰ روسي د ځمکې-هوا ته د لېږد وړ توغندي لري. د چهارشنبې په ورځ له لوړ پوړو پوځي چارواکو سره په یوه تلویزیوني غونډه کې، مادورو وویل چې وینزویلا د روسیې ساخت ایګلا-ایس لنډ واټنه توغندي لري او دا یې د هیواد د هوایي دفاعي شبکې یوه مهمه برخه وبلله.

هغه وویل: "موږ د سولې د تامین لپاره په کلیدي هوایي دفاعي موقعیتونو کې له ۵۰۰۰ څخه کم توغندي نه لرو،" او ټینګار یې وکړ چې دا توغندي د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره ځای پر ځای شوي دي.

د کړکېچ زیاتوالی

امریکا له ډېرې مودې راهیسې د کیڼ اړخي مشر د واکمنۍ مخالف دي، او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د وینزویلا له سواحلو څخه لیرې یوه وړه سمندري بیړۍ ځای پر ځای کړې، چې واشنګټن وايي دا د مخدره توکو پر وړاندې د عملیاتو یوه برخه ده.

د امریکا جنګي جټ الوتکو څو تیزې کښتۍ وویشتې، چې ادعا کوي له وینزویلا څخه یې امریکا متحده ایالاتو ته مخدره توکي لېږدول – دا هغه تورونه دي چې کاراکاس یې ردوي. د وینزویلا چارواکو د امریکا عملیات د هیواد د حاکمیت څخه سرغړونه بللې او واشنګټن یې تورن کړی چې د مخدره توکو ضد ماموریتونه د تیري لپاره د پلمې په توګه کاروي.

مادورو وویل چې دا وسلې به ډاډمنه کړي چې هیواد یې "هر ډول امپریالیستي ګواښ" ته د ځواب ویلو لپاره چمتو دی، او زیاته یې کړه چې د وینزویلا وسله وال ځواکونه "د هیواد د هرې لویشتې د دفاع لپاره چمتو دي."

وپلټۍ
روسیې د اوکراین بندرونو ته په روانو  کښتیو د ډرون برید کړی چې له امله يي یو تن هندي عمله ووژل شو
د یونان یوې محکمې د دولتي ملایانو پر وړاندې د احتجاج له امله ۴ تنه به خټه ترکان محکوم کړل
د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر له خپلې دندې څخه استعفا وکړه
په فیلیپین کې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي
د مسکو هوايي ډګرونه د نږدې ۶۰ ډرونونو له نسکورېدو وروسته د لنډ وخت لپاره وتړل شول
د اسرائیلو پوځ د لویدیځې غاړې اشغال شوې میشت ځای ته نږدې دوه کسان ووژل.
اسرائیل د امریکا او ایران د سولې تفاهم لیک سبوتاژ کولو ته هڅې کوي.
په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد.
د ایران او سویس د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران او امریکا له خبرو وړاندې وکتل
د تورکیې ښځینه د والیبال ملي لوبډلې د والیبال نېشنز لیګ په سیالۍ کې خپله دریمه پرله پسې لوبه وګټله.
زیلینسکي په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د روسیې د پراخ برید خبرداری ورکړ
الجزیرې تلویزیون په غزه کې د خپل کامره مین له وژل کېدو وروسته د حساب ورکونې غوښتنه وکړه
ولسمشر اردوغان: د لومړي ځل لپاره مو د ناټو او اروپايي ټولنې غړي هېواد ته جنګي بېړۍ صادره کړه
په کاناډا کې له جومات بهر پر امام برید وشو
ایراني مذاکره کوونکي او  جي ډي وانس له ځنډ وروسته د نویو خبرو اترو لپاره سویس ته ورسیدل