نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
جاپان نور نشي کولی د اټومي وسلو له بحث څخه ډډه وکړي
د جاپان د دفاع وزیر ویلي چې ټوکیو د اټومي وسلو په اړه بحث ته اړتیا لري، ځکه چې ځینې اروپايي هېوادونه د لا زیات اټومي مخنیوي په لټه کې دي.
جاپان نور نشي کولی د اټومي وسلو له بحث څخه ډډه وکړي
جاپان نور نشي کولی د اټومي وسلو له بحث څخه ډډه وکړي

 د جاپان د دفاع وزیر شینجیرو کویزومي وايي چې د امنیتي شرایطو خرابېدل پدې معنی دي چې ټوکیو نور نشي کولی دا موضوع د یوې ممنوعه موضوع په توګه وګڼي.

د جاپان د دفاع وزیر ویلي چې ټوکیو د اټومي وسلو په اړه بحث ته اړتیا لري، ځکه چې ځینې اروپايي هېوادونه د لا زیات اټومي مخنیوي په لټه کې دي.

د توکیو میشته "کیودو نیوز" د راپور له مخې، دفاع وزیر شینجیرو کویزومي د یکشنبې په ورځ د یوې آنلاین خپرونې پرمهال وویل چې جاپان "نشي کولی د دې موضوع له یادولو ډډه وکړي."

هغه د دې په یادولو سره چې د جاپان امنیتي چاپیریال "سخت" شوی دی، استدلال وکړ چې ټوکیو باید هغه وضعیت بدل کړي چې پکې ځینې موضوعات د بحث لپاره د نه منلو وړ ګڼل کیږي. کویزومي د خپل اټومي مخنیوي وړتیاوو د لوړولو لپاره د فرانسې او فنلنډ ستراتیژیکو هڅو ته اشاره وکړه.

د فنلنډ پارلمان په جون میاشت کې یو قانون تصویب کړ چې هیواد ته د اټومي وسلو د راوړلو اجازه ورکوي، پداسې حال کې چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په مارچ کې ویلي و چې هیواد به یې د اټومي سرګذونو  شمیر زیات کړي.

د غیر اټومي اصولو په اړه بحث
جاپان د امریکا پر اټومي چتر  تکیه کوي خو د اټومي وسلو د نه لرلو، نه تولیدولو او په خپله خاوره کې د هغو د نه اجازه ورکولو درې اصول ساتي.

تېر کال په ډسمبر کې د لومړۍ وزیرې "سانای تاکایچي" حکومت د مخالفینو او ځینو هیوادونو له غبرګون سره مخ شو، وروسته له هغه چې د امنیتي پالیسۍ یوې سرچینې وویل چې جاپان باید اټومي وسلې ولري. د دفاع پخواني وزیر "اتسونوري اونودرا" هم تېر کال ویلي وو چې جاپان اړتیا لري د خپلو غیر اټومي اصولو د راتلونکي په اړه بحث وکړي.

جاپان په نړۍ کې یوازنی هیواد دی چې د جګړې پرمهال یې اټومي بمباري تجربه کړې ده. متحده ایالاتو د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۶مه پر هیروشیما او د اګست په ۹مه پر ناګاساکي اټومي بمونه وغورځول ترڅو جاپان په دویمه نړیواله جګړه کې تسلیمیدو ته اړ کړي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ