نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ وايي که هوکړه وشي، د ایران له ستر مذهبي مشر سره لیدنه به ورته یو "ویاړ" وي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې که د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه وشي، دی به د ایران له نوي ستر مذهبي مشر مجتبی خامنئي سره لیدنې ته "ویاړ" وکړي.
ټرمپ وايي که هوکړه وشي، د ایران له ستر مذهبي مشر سره لیدنه به ورته یو "ویاړ" وي
ټرمپ وايي که هوکړه وشي، د ایران له ستر مذهبي مشر سره لیدنه به ورته یو "ویاړ" وي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړه وشي، دی به د ایران له نوي مشر سره لیدنې ته "ویاړ" وکړي. دا جګړه اوس څلورمې میاشتې ته داخله شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې که د دواړو هېوادونو ترمنځ هوکړه وشي، دی به د ایران له نوي ستر مذهبي مشر مجتبی خامنئي سره لیدنې ته "ویاړ" وکړي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د ایران له مشر سره د احتمالي لیدنې په اړه وویل: "زه لیدل نه غواړم، خو که مې ولیدل، دا به زما لپاره یو ویاړ وي." دا په داسې حال کې ده چې د مجتبی خامنئي پلار او پخوانی مشر، علي خامنئي، د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې په پیل کې وژل شوی و. ټرمپ زیاته کړه: "زه غواړم وګورم چې ایا موږ یوې معاملې ته رسېږو که نه، خو که معامله وشي، دا ممکنه ده چې زه له هغه سره وګورم."

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا دا لیدنه به په امریکا کې وي، ټرمپ وویل: "ما په دې اړه ډېر څه نه دي اورېدلي. ما دا وړاندیز نه دی کړی، خو ځینو خلکو یې وړاندیز کړی دی."

له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې که تهران په سیمه کې امریکایي سرتېري ووژني، ایا دی به بېرته جګړه پیل کړي؟ هغه په ځواب کې وویل: "دا به یو ښه دلیل وي. له تاسو سره به ریښتینی وم، که هغوی امریکایي سرتېري ووژني، زه فکر کوم چې ډېر ژر به دا کار (جګړه) وکړم."

ټرمپ همدارنګه وویل چې امریکا د ایران د غني شویو یورانیمو د ترلاسه کولو لپاره کومې معاملې ته اړتیا نه لري. هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "موږ همدا اوس یې ترلاسه کولی شو. که موږ وغواړو، زه فکر نه کوم چې هغوی مو مخه ونیولی شي، خو د دې لپاره کوم دلیل نشته."

وخت ناوخته نښتې
ټرمپ د فبرورۍ په ۲۸مه له اسرائیلو سره یوځای پر ایران بریدونه پیل کړل، چې په لومړیو بریدونو کې د ایران پخوانی ستر مشر علي خامنئي او ډېری نور لوړپوړي چارواکي ووژل شول. خو ایران د هرمز تنګي د کنټرول په ترلاسه کولو او پر خلیجي هېوادونو د توغندیو او ډرون بریدونو په کولو سره سمدستي غبرګون وښود، چې د دغو هېوادونو ثبات یې له ننګونو سره مخ کړ.

له ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته، د اپریل له ۸مې راهیسې چې د پاکستان په منځګړیتوب یو اوربند وشو، په ایران کې وضعیت تر ډېره ارام دی. خو د څو اونیو خبرو اترو سربېره لا هم تلپاتې سوله نه ده شوې او کړکېچ لا هم په لوړه کچه دی، چې وخت ناوخته په هرمز تنګي، کویټ او بحرین کې نښتې هم رامنځته کېږي.

اسرائیل او امریکا له ډېرې مودې راهیسې پر ایران تور پورې کوي چې غواړي اتومي وسله جوړه کړي، او ولسمشر ټرمپ همدا موضوع پر ایران د برید لپاره یو دلیل بولي. ټرمپ ټینګار کوي چې ایران باید په هر ډول هوکړه کې دا ومني چې اتومي وسله به نه جوړوي او یورانیم به یې له منځه وړل کېږي. تهران بیا په وار وار نظامي اهداف رد کړي او ټینګار کوي چې اتومي ټکنالوژي یې د ملکي موخو لپاره ده.

 

وپلټۍ
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي