نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
کاناډا په دفاعي برخه کې د امریکا سره تړاو د کمولو لپاره د اروپايي اتحادیې سره خبرې کوي
د کاناډا حکومت  په دفاعي برخو کې د امریکا پورې د خپل تړاو د کمولو په خاطر د اروپایي ټولنې سره په مذاکراتو پيل کړی دی.
کاناډا په دفاعي برخه کې د امریکا سره تړاو د  کمولو لپاره د اروپايي اتحادیې سره خبرې کوي
/ Reuters

کاناډا په دفاعي برخو کې د امریکا پورې د خپل تړاو د کمولو په خاطر د اروپا سره خبرې کوي.

د کاناډا حکومت  په دفاعي برخو کې د امریکا پورې د خپل تړاو د کمولو په خاطر د اروپایي ټولنې سره په مذاکراتو پيل کړی دی.  کاناډا غواړي چې د جنګي الوتکو په ګډون دفاعي تجهیزات له اروپا نه وپیري.  دا خبره د کاناډا د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط کړې ده.

دغه چارواکي وویل چې پلان دا دی چې په کاناډا کې جنګي الوتکې جوړې شي. په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سوداګریزې جګړې پیل کړی او کاناډا یې د امریکا د ۵۱م ایالت په توګه د اقتصادي فشارونو سره ګواښلې. د کاناډا د دفاع وزیر بیل بلیر ته دنده سپارل شوې چې د امریکا د F-35 جنګي الوتکو د پیرودلو په مسئلې بیاکتنه وکړي او وګوري چې آیا نورې بدیلې لارې شته، په ځانګړي ډول د اوسني بدلون په رڼا کې.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي چې په کاناډا کې د تولید زیاتولو امکان یو مهم فاکتور دی. د سویډن د Saab شرکت یوه وړاندیز کې ویل شوي چې د Saab Gripen جنګي الوتکو بسته بندي او ترمیم  به په کاناډا کې ترسره شي.

کارني ویلي چې ددې هدف  د کاناډا د تجهیزاتو د پیرودلو تنوع ته وده ورکول او د اروپایي اتحادیې سره اړیکې پیاوړې کول دی. سره له دې چې کاناډا د امریکا د Lockheed Martin شرکت سره د F-35 الوتکو تړون لري، خو یوازې د لومړیو ۱۶ الوتکو لپاره یې قانوني ژمنه کړې ده. کاناډا دوه کاله وړاندې د ۸۸ F-35 الوتکو د پیرودلو موافقه کړې وه، خو اوس داسې ښکاري چې دا تړون ممکن بشپړ نشي.

د امریکا څخه د انحصار کمول د اروپایي اتحادیې د اجرائیه څانګې د چهارشنبې په ورځ د "Readiness 2030" امنیتي ستراتیژي اعلان کړه، چې غړو هیوادونو ته یې سپارښتنه وکړه چې خپل زیاتره نظامي تجهیزات په اروپا کې وپېري او له اروپایي عرضه کوونکو سره کار وکړي. یوازې هغه وخت دې له بهر څخه تجهیزات واخلي چې لګښتونه، فعالیت یا د تحویل وختونه یې غوره وي.

په وروستیو کلونو کې، د ۲۷ غړو هیوادونو ټولنې شاوخوا دوه پر درېیمه برخه قراردادونه د امریکا د دفاعي شرکتونو سره کړي دي. د نوو پورونو لپاره د وړتیا ترلاسه کولو لپاره، د اروپایي اتحادیې هیوادونه باید لږ تر لږه ۶۵ سلنه تجهیزات له اروپایي اتحادیې، ناروې یا اوکراین څخه واخلي.

د سویډن جوړ جنګي الوتکې د سویډن، چک جمهوریت، هنګري، سویلي افریقا، برازیل او تایلینډ پوځونه کاروي. تېرې میاشتې د ټرمپ ادارې اشاره وکړه چې اروپایان باید په راتلونکي کې د ځان او اوکراین لپاره خپله دفاع وکړي. فرانسې د "اروپایي پیرودلو" تګلاره پر مخ وړي.

د سې شنبې په ورځ، کارني د کاناډا په لرې شمال کې د سفر پر مهال د استرالیا څخه د ۴.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د رادار د پیرودلو اعلان وکړ. د کاناډا یوه لوړپوړي چارواکي وویل چې د استرالیايي رادار سیستم به د شاوخوا ۱.۶ کیلومتره اوږدو ستنو څخه جوړ وي.

دغه چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، وویل چې دوی نه شي ویلای چې د استرالیايي پیرودلو په اړه به په واشنګټن کې سیاسي غبرګون څه ډول وي، خو زیاته یې کړه چې د امریکا نظامي چارواکي یې هرکلی کوي.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې